ایکنانیوز د الازهر له قوله راپور راکوي.شیخ الازهر احمد الطیب په یوې وینا کې له چلنجونو سره په تیره بیا د آب وهوا دبدلون له چیلنج سره په مخامخیدا کې د انسانانو د ګډ ژواک چاپیریال د ساتنې لپاره دهلوځلو د زیاتیدا بهباب د دینی مشرانو د غږ دپورته کولو په اهمیّت ټینګار وکړ.
هغه دملګروملتو د آب وهوا د بدلون په کنفرانس کې ( COP ۲۸) چې ددوبئ په کوربتوب سره ترسره شو،په ویدیوئي وینا کې له هغې ویجاړئ د ژواک چاپیریال د ژغورنې پر ضرورت چې ښکاري نابودي ئې حتمي ده ټینمار کړی دی.
شیخ الازهر پخپلې وینا کې خبرداری ورکړ چې دآب و هوا بدلون او د هغود منفي اغیزو انباریدا د بشریّت په وړاندې یوتر ټولو لوی چیلنج دی.
هغه ووئيل، اسلام د ژواک چاپیریال او دهغود عناصرو په موضوع کې یو خاص دریځ لري چې له مځکې او درستو ژوندیو موجوداتو چې دهغې په سطحې حرکت کوي، شروع کیږي او تر هغو کبانو او مرغانو پورې چې په اوبو کې لامبي او په آسمانونو کې الوت کوي ، ختمیږی.
شیخ الازهر زیاته کړې ده ، د ژواک چاپیریال موضوع په الهی فرمان کې په اختصار سره بیان شوې ده او خدای تعالی په قرآن کې مومنانو اوغیر مومنانو ته په خطاب کې اعلان کړی دی چط باید د مځکې داصلاح او دهغه څه لپاره چې پر دې موجود دي ، حرکت وکړي . هماغه شان چې په مځکې کې د فساد په باب ئې خبرداری ورکړی دی.
هغه روښانه کړې ده ، قرآن کریم له داسې ایتونو ډک دی چې ژواک چاپیریال او دهغه عناصرو د احترام سپارښتونه کوي.